میدانښار (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د میدانوردګو په پنځو ولسوالیو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۶ شبکو د ترمیم او جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د میدانوردګو ولایت مقام په یوه خپرپاڼه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په ملاتړ او د دغه ولایت د کليو پراختیا او بیارغونې ریاست تر چتر لاندې په سیداباد، چک، جغتو، نرخ او بهسود ولسوالیو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۶ شبکو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د یادو پروژو ګټې اخیستنې مراسمو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت سرپرست ملا محمدیونس اخندزاده ویلي: «اسلامي امارت بیارغونې ته ژمن دی، د ولسونو اړتیاوو ته په کتو او انډولیز پرمختګ ته په پام سره په ټول هېواد کې پروژې پلې کوي.»
دغه راز د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي وحیدالله راشد ویلي: «په دغو پروژو کې ۹ پروژې ترمیم او پاتې ۷ پروژې نوې جوړې شوې دي چې یوه د امارت له بودجې او نورې د یونیسف په مالي لګښت جوړې او ترمیم شوې چې ټول ۱۵۱۲ کورونه، ۲۴ جوماتونه، ۴ مدرسې او ۴ ښوونځي له پاکو اوبو برخمن شوي دي.»
سرچینې لیکلي چې د میدانوردګو مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافط د یادو پروژو پلې کولو له امله د کلیو پرختیا او بیارغونې له سرپرست وزیره مننه او په دغه ولایت کې یې د ورته نورو پروژو پلې کېدو غوښتنه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP