پلعلم (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۳): د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په برهکيبرک ولسوالۍ کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو بیارغونه پيل شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغو ښوونځیو کې د برهکيبرک ولسوالۍ د مومندو او شیخیانو ښوونځي شامل دي.
هغه زیاته کړه چې دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د لس میلیون افغانیو په مالي لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې بیارغول کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «په دغه پروژه کې چې کارونه یې نن عملا پيل شول، ښوونځیو ته د احاطوي دېوالونو ترڅنګ د لمریزې برېښنا سیسټم، د پاکو اوبو څاګانو کيندل، د لاس مینځلو ځایونه، کانکریټي کثافت دانۍ، تشنابونه او د جذبي څاهګانو جوړول شامل دي.»
د پوهنې ریاست ویاند زیاتوي، د یادو ښوونځیو له بیارغونې وروسته به شاوخوا دوه زره زدهکوونکو ته د لیک لوست خوندي چاپېریال برابر شي.
د برهکيبرک ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالقیوم پژواک ته وویل، خوښ دی چې د پوهنې وزارت له لوري د یونیسف په مالي ملاتړ د دوه ښوونځيو بیارغونه پيل شوه.
هغه زیاته کړه، اوسمهال د برهکيبرک په یو شمېر نورو سیمو کې زدهکوونکي په کرایې کورنو او یا هم په ازاده فضا کې په لیک لوست بوخت دي او پوهنې وزارت ته په کار ده چې هغه ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړې کړي چې اوسمهال یې زدهکوونکي په ازاده فضا کې له ډېرو ستونزو سره سره پر زدهکړو بوخت دي.
د شیخیانو ښوونځي یوه زدهکوونکي سباوون پژواک ته وویل، اوسمهال یې ښوونځی منظمې درسي خونې، احاطوي دېوال، د څښاک پاکې اوبه او تشنابونه نه لري او که چیرې دغه ښوونځی بیاورغول شي ټولې ستونزې به یې هوارې شي.
باید وویل شي چې له دې وړاندې هم په لوګر کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو ملاتړ صندوق(UNICEF) له لوري د ګڼ شمېر ښوونځيو ودانۍ بیارغول شوې او ځينې یې تر کار لاندې دي.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن