هرات (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): هرات کې د هریرود سیندیزې حوزې مسوولین وايي، د سلما بند کاسه له وروستیو ورښتونو سره بشپړه ډکه شوې او د دې لپاره چې بند ته زیان ونه رسېږي، ۴۰۰ مترمکعب اوبه یې ترې خوشې کړې دي.
د هریرود سیندیزې حوزې رییس مولوي سردارولي مزمل رسنیو ته وویل، تېره شپه د سلما بند اوبو کچې لوړېدو له امله د دغه بند ۴۰۰ متر مکعبه اوبه خوشې شوې دي.
هغه زیاتوي، یاده اندازه اوبه د اوبو سرچینو په ډېرېدو خوشې شوې او د اوبو په مسیر کې کومه د اندېښنې خبره نشته.
د سرچینې په خبره، سلما بند له تخربیه د مخنیوي په موخه یې ۴۰۰ مترمکعب اوبه خوشې شوې او اوسمهال په کې څه باندې ۴۸۰ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه دي.
مزمل زیاته کړه، د هریرود سیند مساحت ۵۰۰ متر مربع دی او پر د غاړو اوسېدونکو ته یې مخکې له مخکې خبر ورکړل شوی و.
د مسوولینو د معلوماتو له مخې، هرات کې وروستي ورښتونه د وچکالۍ د لهمنځه وړو ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو کچه هم له ۳ تر ۵ مترو لوړه کړې ده.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن