Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کې سېلابونه؛ د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي
آرشیف

قلعه‌نو (پژواک ۳۰ غویی ۱۴۰۳): بادغیس کې ځایي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د تېرې شپې سېلابونو له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان مړه شوي دي.

د بادغیس امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیق پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د قادس او ابکمري ولسوالیو په قادس خوردک او کوکچایل سیمو کې سېلابونه راغلي دي.

هغه وایي چې د دغو سېلابونو په پایله کې د قادس او ابکمرۍ ولسوالیو په قادس خوردک او کوکچایل سیمو کې یوه ښځه او یو سړی مړه شوي دي.

سرچینې ویلي چې سېلابونو ښايي ډېر مالي زیانونه هم اړولي وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.