ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: رسنۍ د منبر او محراب حيثيت لري، باید د ټولنې په اصلاح کې ونډه واخلي

حنفي: رسنۍ د منبر او محراب حيثيت لري، باید د ټولنې په اصلاح کې ونډه واخلي

author avatar
19 May 2024 - 20:09
حنفي: رسنۍ د منبر او محراب حيثيت لري، باید د ټولنې په اصلاح کې ونډه واخلي
author avatar
19 May 2024 - 20:09

کابل (پژواک، ٣٠ غویی ١٤٠٣): د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت سرپرست وايي، رسنۍ باید داسې څه خپاره نه کړي چې له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالدالحنفي دغه څرګندونې د هېواد له مبصرینو، د امارتي ادارو له ویاندویانو او د شخصي رسنيو له استازو سره د همکارۍ او همغږی په ناسته کې وکړې.

سرچینه زیاتوي چې سرپرست وزیر په دې ناسته کې د هېواد مبصرینو او رسنیو د استازو له همکارۍ چې له یاد وزارت سره يې کړې مننه وکړه او زیاته يې کړه: «زموږ تاسو ټولو ګډ مسؤوليت دی چې د غرب د شومو پلانونو پر وړاندې مبارزه وکړو او پرې نه ږدو چې اسلامي نظام مو تخريب او ځوان نسل مو ګمراه کړي.»

ده زياته کړې چې رسنۍ د منبر او محراب حيثيت لري، لکه څرنګه چې علماء له منبر او محراب څخه د ټولنې اصلاح کوي؛ رسنۍ هم باید د خپلو خپرونو له لارې د ټولنې او ځوان نسل په اصلاح کې خپله ونډه واخلي.

هغه ویلي، رسنۍ باید ټولنې ته داسې څه وړاندې کړي چې د هېواد نوی نسل په اسلامي او افغاني فرهنګ سمبال وروزل شي او د داسې څه له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي شریعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

دغه راز حنفي له ګډونوالو غوښتي چې خپله هره غوښتنه، د اصلاح په موخه انتقاد او وړاندیز دوی ته ووايي تر څو یی په ګډه د حل لاره پيدا او ستونزو ته یی د پای ټکی کېږدي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د یاد وزارت له سرپرست سره شریک کړل او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت کړنې، چې هر وخت یی د هېواد له مطرح څېرو سره د ستونزو د حل او همکارۍ په موخه ترسره کوي، د ستايلو وړ وبللې.

د خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو ویلي چې دا ډول ناستې د ولس او مسؤولينو تر منځ واټن له منځه وړي او ستونزو ته د حل لار پيدا کوي.

یاد وزارت تر دې وړاندې هم د هېواد له نامتو څېرو او د رسنيو له استازو سره د همکارۍ او همغږی ناستې کړي دي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.