Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمري: هېوادوال د خوړو برخه کې خونديتوب نه لري

ګردېز (پژواک، ۳۰ غويی ۱۴۰۳): د کرنې، اوبو لګولو او مالداری وزارت سرپرست وايي چې هېواد ته د بې‌کيفيته توکو واردولو له امله خلک د خوړو برخه کې خونديتوب نه لري.

دغه څرګندونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاءالله عمري پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال د یوې غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وویل چې د بې‌کارۍ کچې لوړوالي او هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د واردولو له امله خلک د خوړو برخه کې خونديتوب نه لري.

دی وايي، که اوړه، غنم، غوړي او بل هر بې‌کیفیته شی هېواد ته وارد شي، خلک یې اخلي؛ ځکه بله چاره نه لري.

نوموړي زیاته کړه: «په هېواد کې د خوړو خونديتوب نشته، اوړه، غنم، غوړي او زموږ ټول د اړتيا وړ شيان له خارجه راځي، هغه که روغ وي يا خراب، خلک يې اخلي چې هغه وخوري بس خپله او اولادونه يې بیا ناروغان وي؛ ځکه خلک بله چاره نه لري.»

هغه دا هم وويل چې دا ټولې ستونزې په هېواد کې د تېرو دوو لسیزو جګړو له امله دي.

عمر وايي، د تېرو جګړو یوه بله زېږنده دا ده چې دولتي او ملکي ځمکې غصب شوې خو د ځمکو د غصب کمېسیون تر اوسه ډېرې غصب شوې ځمکې بېرته را ګرځولي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

په دغه سفر کې له عمري سره د عدليي او ښار جوړولو سرپرست وزیرانو ترڅنګ یو شمېر نورو دولتي مسوولین هم مل وو او د پکتیا له حکومتي چارواکو سره یې د غصب شوو ځمکو په تړاو خبرې وکړې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.