Language

د هېواد ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وايي چې ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً شدیدو بارانونو ورېدو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سبا د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، نورستان، کونړ، کاپیسا، پروان، میدان‌وردګ، بامیان، سمنګان او غور ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

سرچینې لیکلي چې بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

سرچینې دغه‌راز لیکلي چې د سالنګونو په ګډون شمال‌لوېدیځو، لوېدیځو، سوېل‌لوېدیځو او سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې به يې سرعت په ساعت کې له ۳۰ تر۷۵ کیلومترو پورې وي.

Related Topics