بامیان (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۳): بامیان کې ځايي مسوولین وايي چې دغه ولایت ته غځېدلې ځینې لارې د سېلابونو راتلو له امله په موقت ډول د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي.
د بامیان د ټولګټو رییس انجنیر حفیظ الله نعمتي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ولایت ته غځېدلې ځینې لارې د سېلاب راوتو او لویو لارو د خرابوالي له امله د تګراتګ پر مخ تړل شوې دي.
د هغه په خبره، د بامیان – بغلان لاره د شیبر ولسوالۍ په غندک سیمه کې او له یکاولنګ نمبر۲ ولسوالۍ سره د بامیان – سرپل لار په زولیج سیمه کې له تېرې چهارشنبې راهیسې تر اوسه د تګراتګ پر مخ تړل شوې ده.
هغه څرګنده کړه، د پرلهپسې سېلابونو او له امله یې د ویجاړیو په نتیجه کې استول شوی ټیم تر اوسه د لارو په پرانیستلو نه دی توانېدلی.
هغه وویل چې دغه موضوع له مسوولینو او همکارو بنسټونو سره شریکه شوې او د لارو د بېرته پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.
د هغه په وینا، په دغه ولایت کې وروستیو سېلابونو مرګژوبله نه ده اړولې خو درانه مالي زیانونه یې اړولي دي.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن