کابل (پژواک، ۳۱ ثور ۱۴۰۳): د افغانستان ا.ا رییسالوزراء، د چورلکې لوېدو پېښه کې د ایران د ولسمشر او ورسره کسانو پر مړینه خواشیني څرګنده کړې وایي چې ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله خواشیني دي.
د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره څو نورو کسانو لېږدوونکې چورلکه تېره ورځ مازدیګر د ایران په ختیځ اذربایجان کې ولوېده. ایراني سرچینو نن سهار وویل چې په دغه پېښه کې یادو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه پر خپله ایکسپاڼه د افغانستان د رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند د تسلیت پیغام خپور کړی.
په پیغام کې راغلي: «په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رییس آیتالله سیدابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.»
په پیغام کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.
سرچینه زیاتوي: «موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو، په دې سختو شرایطو کې له ایراني ولس سره ولاړ یو او د پيښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوو.»
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن