پاراخ (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست په اتلسمه داوطلبۍ کې د ۳۳۱۸ قیراطه زمردو د پلور خبر ورکوي او وايي چې نن د دغه ولایت یاقوت هم په لومړي ځل د یوې داوطلبي له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د لومړۍ حصې ولسوالۍ په «خاور» کلي کې له یوه کانه د زر امریکايي ډالرو په ارزښت استخراج شوي یاقوت نن د یوې داوطلبۍ له لارې پر یوه داخلي سوداګر وپلورل شول.
هغه وویل چې د دغه کان د استخراج چارې شاوخوا څلور میاشتې مخکې پیل شوې وې. د پنجشېر د کانونو او پټرولیم له ریاست سره لس د یاقوتو کانونه ثبت دي چې له دې ډلې تر اوسه د درېیو کانونو د ستخراج جوازونه صادر شوي دي.
په همدې حال کې، نن په اتلسمه داوطلبي کې د ۲۶۹ زره او ۵۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت د پنجشېر له کانونو ۳۳۱۸ قیراطه استخراج شوي زمرد وپلورل شول.
محمدقاسم امیري وویل چې په دې داوطلبۍ کې یوه پاکستاني او ۱۰۵ نورو سوداګرو له پنجشېر، کابل، پروان، کاپیسا، اروزګان، بغلان، کندهار، هلمند، زابل، لوګر او ننګر ولایتونو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې دغه زمرد د لومړۍ حصې ولسوالۍ له پنځو کانونو استخراج شوي وو.
په پنجشېر کې د زمردو استخراج له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د ۱۴۰۲ کال د زمري میاشتې په وروستیو کې بېرته پیل شوی دی.
د پنجشېر د کانونو ریاست معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولایت کې ۱۷۰۰ د زمردو کانونه ثبت شوي چې له ډلې یې د ۵۰۰ کانونو د استخراج جوازونو صادر شوي او څه باندې ۷ زره کسان پهکې کار کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP