Language

کونړ کې د طبي علومو له یوه انسټیټیوټه د ۳۳۷ نجونو په ګډون ۷۵۰ کسان فارغ شول

اسعداباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): کونړ کې له «المدینه طبي علومو انسټیټیوټ» څخه د ۳۳۷ نجونو په ګډون شاوخوا ۷۵۰ کسانو د یوې غونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د یادو کسانو د فراغت په اړه جوړو شوو مراسمو کې د المدینه طبي علومو انستیتیوت مشر ډاکټر علي محمدامین وویل، په ۱۷ مه دوره کې دا ځل د انسټیټیوټ د نرسنګ، فارمسي، غاښونو پروتیز، قابلګۍ، طبي ټکنالوجۍ، تغذیې او رواني روغتیا له څانګو د ۳۳۸ نجونو په ګډون ۷۵۶ کسان فارغ شول.

په دغو مراسمو کې د کونړ مرستیال والي مولوي عبدالله حقــاني د هېواد په پرمختیایي، اقتصادي او تحصیلي ډکر کې د خصوصي سکتور ونډه مهمه وبلله.

هغه د زده‌کړو کېفیت د ښه والي ترڅنګ د علمي مرکزونو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ.