کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ا.ا ویاند وایي، ټاکل شوې، د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به هم ورسره وي، سبا د ایران د ولسمشر جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د ایران ولسمشر سیدابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او ورسره څو نورو کسانو لېږدوونکې چورلکه وړمه ورځ مازدیګر د ایران په ختیځ اذربایجان کې ولوېده او په دغه پېښه کې یادو کسانو ژوند له لاسه ورکړ.
له دې پېښې وروسته په ایران کې پنځه ورځنی ماتم اعلان شوی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي ټاکل شوې چې د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر اخند په مشرۍ یو پلاوی چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي به هم ورسره وي، سبا ورځ د ایران د ولسمشر سیدابراهیم رئیسي د جنازې په مراسمو کې په تهران کې ګډون وکړي.
د افغانستان ا.ا رئیسالوزراء، تېره ورځ د چورلکې لوېدو پېښه کې د ایران د ولسمشر او ورسره کسانو په مړینه د خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران حکومت او خلکو ته تسلیت ویلی او زیاته کړې یې وه چې ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله خواشیني دي.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو هم پر دغه پېښه خواشیني ښودلې ده.
د راپورونو له مخې، تبریز ښار کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئيسي د جنازې مراسم پیل شوي دي، د هغه مړی به وروسته قم او بیا تهران ته ولېږدول شي او هلته به د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهيي د چارشنبې به ورځ د مراسمو مشري کوي.
رئیسي به د پنجشنبې یا جمعې په ورځ په خپل پلرني ټاټوبي مشهد کې خاورو ته وسپارل شي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن