Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیه قومانداني: مزارشریف کې وسله‌والو یو ډاکټر وژلی او یو بل ټپي دی

مزارشریف (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي، ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې پر دوو ډاکټرانو چې وروڼه دي، ډزې کړې، یو وژل شوی او یو بل ټپي دی.

د بلخ امنیې قوماندانۍ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار څلورمې ناحیې د علي‌شېر نوايي سیمه کې پر دوو ډاکټرانو چې وروڼه وو، کور ته پر لاره د دوو کسانو له خوا ډزې شوې دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو ډاکټرانو له ډلې یو یې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، لومړني معلومات ښيي چې د یادې پېښې  لامل  شخصي مشکل دی او د پېښې په تور یو کس نیول شوی او د نورو د نیولو هڅې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.