ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا کابینې د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو مسوده تایید کړه

د ا.ا کابینې د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو مسوده تایید کړه

author avatar
21 May 2024 - 09:18
د ا.ا کابینې د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو مسوده تایید کړه
author avatar
21 May 2024 - 09:18

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د اسلامي امارت کابینې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حریم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایید کړه او دغه وزارت ته یې سپارښتنه کړې چې په اړه یې د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي.

د چارو ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د اسلامي امارت کابينې دوه ويشتمه غونډه د رييس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ پرون جوړه شوه چې د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې بحث او پرېکړې وشوې.

خبرپاڼه کاږي، د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند له لوري په هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د شهيدانو، ټپيانو او اوښتو مالي زيانونه په اړه ارقام او معلومات وړاندې شول او د ریيس‌الوزراء له لوري اړوندو بنسټونو ته سپارښتنه وشوه څو له زيانمن شوو ته رسېدنه او هغوی سره مرسته وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، د کابينې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د سړکونو د اندازې او حريم معلومولو په اړه چمتو شوې مسوده تایید شوه او ياد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه د عامه پوهاوي چارې ترسره کړي او د لويو لارو په اوږدو کې د سړک د اندازې اړوند معلوماتي لوحې نصب کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د کابينې په دې غونډه کې د ترافيکو لوی رياست ته دنده وسپارل شوه چې د ترافيکو اړوند طرحه دې له اړوند بنسټونو سره شريکه کړي او له بيا کتنې وروسته دې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دين‌محمد حنيف په مشرۍ د ترانسپورټ عالي کمېسيون ته وړاندې او وروستی راپور دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.