ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راپور: د نړۍ تر نیمایي ډېر وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي

راپور: د نړۍ تر نیمایي ډېر وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي

author avatar
22 May 2024 - 19:39
راپور: د نړۍ تر نیمایي ډېر وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي
author avatar
22 May 2024 - 19:39

کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ګلوبل ایکسپرېشن «Global Espression» په نوم سازمان د بیان ازادۍ په اړه راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د نړۍ تر نیمایي ډېر (څلور عشاریه دوه میلیارده) وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي.

د یاد سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د بیان ازادۍ له پلوه په بحراني هېوادونو کې د اوسېدونکو کسانو سلنه ۵۳ ته لوړه شوې او دغه له څلور عشاریه دوه میلیارده ډېر وګړي په ۳۹ هېوادونو کې ژوند کوي.

خو په راپور کې راغلي چې پنځو هېوادونو (فیجي، برازیل، نایجریا، سریلانکا او ټایلند) په دې برخه کې مثبته وده کړې، خو نهه نور هېوادونه (بورکینافاسو، د مرکزي افریقا جمهوریت، اکوادور، ایتوپیا، هند، مالدیف، منګولیا، سینګال، ټاګو) منفي لور ته تللي دي.

سرچینه زیاتوي چې تېر میلادي کال د نړۍ په لسو هېوادونو کې ۴۵۱ میلیون کسان د بیان ازادۍ له محدودیت سره مخ شوي دي.

د راپور له مخې، په تیرو پنځو کلونو کې، په ۵۳ هیوادونو کې څلور عشاریه دوه میلیارده خلکو د بیان آزادۍ ناسموالی تجربه کړی دی، خو په ۱۸ هېوادونو کې بیا ۶۸۱ میلیون خلکو په دې برخه پرمختګ لیدلی دی.

 سرچینه لیکي چې په تېرو پنځو کلونو کې د بیان ازادۍ برخه کې افغانستان ۴۷ نومرې، ایل سلواډور کې ۴۳ نومرې او په هانګ کانګ (چین) کې ۴۲ نومرې راټیټ شوي، خو تر ټولو ډېر پرمختګ (۳۲ نومرې) په زامبیا کې رامنځته شوی دی.

د راپور له مخې، په تیرو لسو کلونو کې تر ټولو ډېر کمښت په هانګ کانګ (منفي ۵۴ نومرې)، افغانستان کې (منفي ۴۸ نومرې)، او ال سلواډور کې منفی ۴۶ نومرې رامینځته شوی دی.

په راپور کې راغلي چې ګامبیا تر ټولو ډېر (مثبت ۶۳) پرمختګ درلود.

Views: 17

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.