ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان‌وردګو کې د لاسي بم چاودنې یو تنکی ځوان وژلی

میدان‌وردګو کې د لاسي بم چاودنې یو تنکی ځوان وژلی

میدان ښار (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د میدان‌وردګو امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو تنکی ځوان وژل شوی دی.

د میدان‌وردګو امنیې قوماندانۍ ویاند محمدیوسف اسرار پژواک ته وویل چې تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ د شنیز درې اړوند پټان‌خېلو کلي کې پر یوه ۱۷ کلن ځوان لاسي بم چاودنه کړې او وژل شوی دی.

هغه وايي: «تر اوسه معلومه نه ده، خو کېدای شي دغه هلک دغه لاسي بم پیدا کړی وي او بیا پرې چاودلی وي.»

د نوموړي په وینا، د دغه هلک کورنۍ نه له چا سره دښمني لري او نه یې هم کورنۍ پر چا شک لري.

ده وویل، د پلټنو په پایله کې به معلومه شي چې دغه پېښه څنګه رامنځته شوې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.