Language

د ګردېز ښار پاکولو لپاره عمومي حشر وشو

ګردېز (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروالۍ، چاپېريال ساتنې ادارې او خلکو له لوري د ګردېز ښار پاکولو لپاره حشر ترسره شو.

د دغه حشر پر مهال د ګردېز ښاروال مولوي حبیب‌الله منصور پژواک خبري اژانس ته وویل چې ښار د ټولو ګډ کور دی او د پاک ساتلو مسوولیت یې هم د ټولو دی.

هغه له هټۍوالو او خلکو وغوښتل چې کثافات دې پر سړکونو او ویالو کې د غورځولو پر ځای په کثافات‌دانیو کې اچوي.

منصور زیاته کړه، که هټۍوال او ښاریان همکاري ونه کړي، د تنظیف کسان په یوازې ځان نه‌شي کولای ښار پاک کړي.

بلخوا، خلک هم د  ښار پاکولو حشر ته خوښ دي.

د ګردېز ښار یوه اوسېدونکي او د دغه حشر ګډونوال هراتي منګل پژواک ته وویل، ډېری وخت خلک او هټۍوال کثافات پر سړکونو او یا هم ویالو کې غورځوي چې له امله یې د بارانونو پر مهال ویالې بندېږي او خلک له ستونزو سره مخ کوي.

د حشر یوه بل ګډونوال معلم بشیراحمد وویل، د ښار پاکولو حشر ته خوښ دی خو ټینګار کوي چې ښاروالي دې د ښار په ټولو برخو کې منظمې کثافات‌دانۍ او معیاري ویالې جوړې کړي.

خو د ګردېز ښاروالۍ مسوولین بیا وايي چې د ښار پاکوالي ترڅنګ د هغه سمسورتیا ته هم جدي پاملرنه کوي.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو پاکولو په موخه ورته حشرونه ترسره شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.