ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۱۴ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

لوګر کې ۱۴ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

author avatar
23 May 2024 - 15:08
لوګر کې ۱۴ ټنه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي
author avatar
23 May 2024 - 15:08

پل‌علم (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، له خوړو او درملو ادارې سره په همغږۍ یې له پل‌علم ښار او یو شمېر ولسوالیو شاوخوا ۱۴ تڼه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او سوځولي دي.

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي شبیراحمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل، له خوړو او درملو ادارې سره په همغږۍ یې له پل‌علم ښار او یو شمېر ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۴ تڼه تاریخ‌تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او سوځولي دي.

صدیقي زیاته کړه، چا ته اجازه نه ورکوي چې په درملتونونو او هټیو کې تاریخ‌تېر درمل او یا هم خوراکي توکي وپلوري او په خبره یې چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند کېږي.

بلخوا د خوړو او درملو ملي ادارې یوه استازي ډاکټر شېرجان حقمل پژواک ته وویل، په مرکز پل‌علم کې یې ۹ ټنه او په خروار ولسوالۍ کې پنځه ټنه تارېخ‌تېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.