کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د نسبتاً سختو ورښتونو، تالندې او تندر پرېوتو او د سېلابونو راوتلو خبر ورکوي.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نن او سبا د سالنګونو په ګډون بدخشان، کونړ، نورستان، پنجشېر، تخار، کندوز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، بلخ، میدانوردګ، بامیان، سرپل، دایکنډي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
سرچینې لیکلي چې بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
سرچینې دغهراز لیکلي چې د سالنګونو په ګډون شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی چې په بېلابېلو سیمو کې به يې سرعت په ساعت کې له ۳۰ تر۸۰ کیلومترو پورې وي.
Views: 15
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن