کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د ازموینو ملي اداره وايي چې سږ کال د کانکور ازموینه په پنځو پړاوونو کې اخیستل کېږي، ۱۵۰ زره کسان په کې ګډون کوي چې دولتي پوهنتونونو ته به ۵۶۹۰۰ کسان جذب شي.
د ازموینو ملي ادارې سرپرست شیخ عبدالباقي حقاني نن په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د عمومي کانکور ازموینه په پنځه پړاوونو کې تنظیم شوې چې د لومړي پړاو ازموینه به د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ مه، د دویم پړاو د چنګاښ په لومړۍ او ۲مه، د درېیم پړاو د چنګاښ په ۷ او ۸ مه، د څلورم پړاو د چنګاښ په ۱۴، ۱۵ او ۱۶مه او د پنځم پړاو متفرقه ازموینه به د چنګاښ په ۲۲مه واخیستل شي.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مشاور پوهنیار یما امان وویل چې د لومړي پړاو په ازموینه کې میدانوردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشېر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کونړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونه شامل دي.
دی وايي، په دویم پړاو کې کابل ولایت شامل دی او دغه راز درېیم پړاو کې تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، اروزګان، بغلان، دایکنډي او بدخشان ولایتونه شامل دي.
هغه زیاته کړه، په څلورم پړاو کې ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونه او همدارنګه په پنځم پړاو کې متفرقه ازموینه شامله ده.
هغه زیاتوي، په سږني کانکور ازموینه کې کابو ۵۰ زره نوې پوښتنې په څلورو ژبو (پښتو، دري، عربي او انګلیسي) د ازموینو ملي ادارې په بانک کې شته دي.
د ده په خبره، دې ادارې د افغانستان په کچه ۱۵۰ زره د کانکور ازموینې د نوم لیکنې فورمې وېشلي او سږ کال به دولتي پوهنتونونو ته ۵۶۹۰۰ کسان، د شپې پوهنځیو ته ۱۰۴۵۰ کسان، دیني مدارسو ته ۳۹۰۰ کسان او د اختصاصي ازموینو له لارې به ۴۵۰۰ کسان جذب شي.
د ازموینو ملي ادارې تخنیکي مشاور د معلوماتو له مخې، د سږ کال کانکور ازموینې پایلې به د را روانې زمري میاشتې په لومړۍ اونۍ کې اعلان شي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن