ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سيالۍ پیل شوې

غزني کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې سيالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز مسوولین وایي، په غزني ولایت کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک‌وهنې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.

د غزني د ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه سیالو کې د غزني ښار او بېلابېلو ولسوالیو څخه ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی دی.

هغه وویل چې د دغو سیالیو موخې په غزني ولایت کې د ورزشکارانو یووالی، هڅونه او سوک‌وهنې ته وده ورکول دي.

د دغو سیالیو یو ګډون‌وال وصیف‌احمد وایي، د غزني بدني روزنې مسوولین دې دې لوبې ته پراختیا ورکړي او هم دې زمینه برابره کړي، څو لوبغلړي وکولی شي د هېواد او نړۍ په کچه ولوبېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.