Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان فوټبال فدراسیون ملي لوبډلې ته د وربللو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون د هېواد ملي لوبډلې ته د وربللو ‎لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون پرون (پنج‌شنبه) د دغه نوملړ په خپرولو ویلي، ټاکل شوې دغه لوبغاړي د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د غوراوي په دویم پړاو او د ۲۰۲۷ کال د اسیا ملتونو ‎جام سیالیو د غوراوي په لومړي پړاو کې د سعودي عربستان په یوه تمریني کمپ کې د ګډون لپاره له قطر او کویټ سره سیالۍ وکړي. ‎

اويس عزيزي، ګلالی رحيمي، فيصل سيدخېل، کيوان متقیان، اسلام‌الدين اميري «کپتان»، يما شېرزاد، جمشېد اڅکزی، فريد سادات، امېد پوپلزی، شريف‌محمد، رحمت اکبري، سير سادات، توفيق سکندري، مصور احدي، حمید ارزو، عبدالنجم حیدري، حبیب‌الله عسکر، جبار شرزه، امېد موسوي، سیدرضا حسیني، ذوالفقار نظري، سیدمرتضی فاطمي، محبوب حنیفي، محمدنعیم رحیمي، بلال ارزو او حسین زماني ملي لوبډلې ته رابلل شوي لوبغاړي دي.

له دې مخکې د افغانستان د فوټبال فدراسيون وياند مصطفی هاشمي پژواک ته ويلي وو چې نجم حيدري او حسين زماني بېرته د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې ته راستانه شوي او ټاکل شوې ده چې په سعودي عربستان کې د ملي لوبډلې په تمریني کمپ کې ګډون وکړي.‎

هغه زیاته کړې وه چې ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله له قطر سره له لوبې مخکې په سعودي عربستان کې تمریناتي لوبې ولري او ‎د قطر او کویټ پر وړاندې سیالیو ته چمتووالی ونیسي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.