Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بادغیس کي یو ماشوم اوبو کې ډوبېدو له امله مړ شوی
آرشیف

قلعه‌نو (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وايي، یوه ماشوم د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوبو کې ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بادغیس امنیې قومانداني په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «تېره ورځ مازیګر د بالامرغاب ولسوالۍ په جوی‌خواجه سیمه کې یو ۱۳ کلن ماشوم د لامبو په‌موخه رود ته تللی و چې له بده‌مرغه اوبو کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

سرچینې لیکلي چې د یاد ماشوم مړی نن سهار (شنبه، د غبرګولي ۵مه) د یادې ولسوالۍ عمومي پله سیمه کې د سیند په غاړه موندل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.