قلعهنو (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د بادغیس امنیه قومانداني وايي، یوه ماشوم د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې اوبو کې ډوبېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بادغیس امنیې قومانداني په یوې خبرپاڼه کې ویلي: «تېره ورځ مازیګر د بالامرغاب ولسوالۍ په جویخواجه سیمه کې یو ۱۳ کلن ماشوم د لامبو پهموخه رود ته تللی و چې له بدهمرغه اوبو کې ډوب شوی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»
سرچینې لیکلي چې د یاد ماشوم مړی نن سهار (شنبه، د غبرګولي ۵مه) د یادې ولسوالۍ عمومي پله سیمه کې د سیند په غاړه موندل شوی دی.
Views: 7