Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

لوګر کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي

author avatar
25 May 2024 - 16:13
لوګر کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي
author avatar
25 May 2024 - 16:13

پل‌علم (پژواک، ۵ غبرګولی ۱۴۰۳): د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.

لوګر کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول نوروز ځلاند پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې امنیتي او کشفي ارګانونو په مرکز پل‌علم، محمداغه، بره‌کي‌برک، ازرې او خروار ولسوالیو کې عملیات کړي دي.

ځلاند زیاته کړه: «د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ میله کلاشینکوفونه، ۱۰ میله تمانچې، ۸ میله مختلفې درنې وسلې، ۳۰۰ فیره مهمات، ۲۴ فیره مزایل او ۲۰ ډوله نور بېلابېل نظامي تجهزات نیول شوي دي.»

د هغه په وینا، د یادو وسلو او مهماتو په تور یو شمېر کسان هم نیول شوي خو کره ارقام یې نه لري.

هغه همدارنګه زیاته کړه، یادې وسلې او مهمات به د ملي دفاع وزارت د ۲۰۳ منصوري قولي اردو اړوند کشفي او استخباراتي مدیریت ته وسپارل شي.

باید وویل شي چې تېره اونۍ هم د ۲۰۳ منصوري قولي اردو اړوند څلورمې لوا کشفي او استخباراتي مسؤولینو د محمداغې ولسوالۍ په «سرخ‌اب» سیمه کې ۲۲ مزایل او سل متره ثانیه‌سوز نیولي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.