ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوه ماشوم په لمر پسې سولر تاوونکې اله جوړه کړې

ننګرهار کې يوه ماشوم په لمر پسې سولر تاوونکې اله جوړه کړې

author avatar
26 May 2024 - 14:50
ننګرهار کې يوه ماشوم په لمر پسې سولر تاوونکې اله جوړه کړې
author avatar
26 May 2024 - 14:50

جلال‌اباد (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې يوه ماشوم زده‌کوونکي داسې يوه اله جوړه کړې چې پر مټ يې سولري تختې په لمر پسې تاوېږي.

دغه اله د ننګرهار د مرکز جلال‌اباد ښار د شپږمې ناحيې اوسېدونکي او د نجم‌الجهاد لېسې د اووم ټولګي زده‌کوونکي ۱۳ کلن يحيی جوړه کړې ده.

 

هغه وايي، که څه هم دغه اله یې د اوس لپاره نمونه‌یي او کوچنۍ جوړه کړې خو که امکانات ورته برابر شي، د لويو سولري تختو (شيشو) لپاره یې هم جوړولی شي.

د هغه په خبره: «دا شمسيانې (سولر تختې) خو په بام باندې ايښې وي، دا چې سړی هره ورځ د شيشو جوړولو لپاره بام ته خیژي، دا مشکله وي، خلکو باندې به هم غږ کوي چې پرده وکړئ، خلک به هم ورسره په تکليف کې وي، نو له ما سره سوچ پيدا شو چې دا بايد لمر پسې خپله تاو شي، نو ځکه مې دغه اله جوړه کړه.»

هغه زياتوي، که امکانات ورته برابر شي، کولای شي لويو ښيښو ته هم دغه سيستم جوړ کړي او خلک له دغه تکليفه خلاص کړي.

نوموړی پر دې سربېره په خپل چاپېرچل کې په وړيا مستري هم مشهور دی؛ په کومو کورونو کې چې برېښنايي وسيله یا نور څه خرابېږي، د جوړولو لپاره یې يحيی ته وروړي.

یحیی وايي: «زه سوځېدلي ګروپونه هم جوړولی شم، راډيوګانې، نور چې د چا کوم څه خراب شي دلته يې راوړي، دا اوس هم د يوې مدرسې لوډسپېکر خراب شوی، ورته جوړوم یې.»

د یحيی کورنۍ بيا له حکومته غواړي چې دغه شان ماشومانو او ځوانانو ته دې د زده‌کړو او روزنې ځانګړې زمينه برابره کړي.

د يحيی تره عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت دې لومړی په ټولو ښوونځيو کې داسې زده‌کوونکو ته ځانګړي ټولګي جوړ کړي، يا دې ورته ځانګړی ښوونځی جوړ کړي چې دا ډول کسان په کې د خپلو وړتياوو ښودو او پرمختګ لپاره زده‌کړې وکړي.

دی وايي: «د دوی لپاره باید ټول شيان برابر وي، چې هغوی څه شی غواړي هغه وکړای شي، داسې نه چې ته يو شی جوړوې، يوه پرزه يې پيدا کړې بله نه وي او بله يې پيدا کړې بله نه وي، په درېيو مياشتو کې يې چې پيدا کړې، بيا دې هغه پخوانۍ ورکه کړې وي، په دغه ډول نه له دغو کسانو څه جوړېږي او نه هم څه جوړولی شي.»

بلخوا، د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د دې ډول زده‌کوونکو لپاره د مسلکي او تخنيکي زده‌کړو ځانګړې اداره جوړه شوې چې ځانګړي مسلکي ښوونځي او انسټيټونو لري.

په ننګرهار کې د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو امر فضل‌باري نصرت وايي، دوی په خپلو ښوونځيو او انسټيټونو کې د دې ډول نوښتونو لپاره وسايل او د زده‌کړو اسانتياوې لري.

د يادونې ده، له دې مخکې هم په ننګرهار کې يو شمېر ځوانانو بې‌پېلوټه کوچني ډرون او ځيني نور تخنيکي وسايل جوړ کړي دي.

Views: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.