Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 زابل کې ترافيکي پېښه، درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي

کندهار (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۳) د زابل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت شهرصفا ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل - کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

د زابل امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح‌الله جوهر پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه شاوخوا لس بجې د دغه ولایت د شهرصفا ولسوالۍ د بريام مانده سيمه کې یو ۴۰۴ مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون درې کسان مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، د پېښې سیمې ته امنیتي کسان رسېدلي او ټپيان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.

که څه هم نوموړي د پېښې لامل په ډاګه نه کړ خو ډېر کله دغه ډول پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د سړکونو خرابوالي له امله کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.