ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د فوټسال په نړۍوال جام کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره یوه ګروپ کې دی

افغانستان د فوټسال په نړۍوال جام کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره یوه ګروپ کې دی

author avatar
27 May 2024 - 12:37
افغانستان د فوټسال په نړۍوال جام کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره یوه ګروپ کې دی
author avatar
27 May 2024 - 12:37

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال د نړۍوال جام سیالیو په ګروپي پړاو کې په «C» ګروپ کې له ارجنټاین، اوکراین او انګولا سره لوبیږي.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام سیالیو پچه‌اچونه تېره شپه د ازبکستان په سمرقند ښار کې وشوه او سیالو ټېمونو خپل مقابل ګروپونه وپېژندل.

د دې پچه‌اچونې له مخې، ازبکستان، هالنډ، پاراګوای او کاس‌ټاریکا په «A» ګروپ او برازیل، کوبا، کورواسیا او ټایلنډ هېواونه په «B» ګروپ کې دي.

د دغه سیالیو په «D» ګروپ کې اسپانیا، قزاقستان، نیوزلنډ او لبیا، په «E» ګروپ کې پرتګال پانامه، تاجکستان او مراکش او په «F» ګروپ کې ایران، ونزویلا، ګواتمالا او فرانسې هېوادونه شامل دي.‎

د یادولو ده چې د فوټسال د نړۍوال جام د لسم پړاو سیالۍ د ازبکستان په کوربه‌توب د ۲۴ ټېمونو ترمنځ د سږ مېلادي کال د سپټمبر په ۱۴مه (د وږي په ۲۴مه) پیلیږي چې د اکټوبر تر ۶ مې به دوام وکړي.

د افغانستان، فرانسې، نیوزیلنډ او تاجکستان ملي ټېمونه د لومړۍ ځل لپاره د فوټسال په نړۍوالو جام سیالیو کې ګډون کوي.

دا په داسې حال کې له دې مخکې د پرتګال د فوټسال ملي لوبډلې د دغو سیالیو اتلولي ګټلې وه او په دغه جام کې به له‎ خپلې اتلولۍ دفاع کوي.‎

Views: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.