جلالاباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې سرحدي ځواکونو د ۷۷ کيلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق په تړاو پنځه کسان نیولي دي.
مسوولين وايي، نیول شوو کسانو غوښتل دغه اندازه نشهيي توکي پاکستان ته قاچاق کړي.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د غبرګولي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې قول اردو اړوند د سرحدي لوا ځواکونو د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ په زرې خوړ سيمه کې د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو ۵ کسان نيولي دي.
هغه زياته کړه، له يادو کسانو څخه ۶۴ کلچې خام چرس چې ۷۷ کيلوګرامه کېږي ترلاسه شوي.
هغه وايي، يادو کسانو غوښتل دغه اندازه نشهيي توکي د شپې په تياره کې له فرضي کرښې هه خوا پاکستان ته ولېږدوي چې سرحدي ځواکونو نيولي دي.
د ننګرهار دوربابا يو له هغو ولسواليو ده چې پاکستان سره پر ډېورنډ فرضي کرښه پرته ده او کله نا کله په کې یو شمېر کسان د نشهيي توکو د قاچاق په تړاو نیول کېږي.
Views: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن