ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

author avatar
27 May 2024 - 09:37
د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول
author avatar
27 May 2024 - 09:37

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د مخابراتو او لوړو زده‌کړو وزارتونو ترمنځ په تحصیلي او نورو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه د همکارۍ څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوز‎ي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه هوکړه‌لیکونه پرون د یاد وزارت سرپرست مولوي نجیب‌الله حیات حقاني او د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب ترمنځ لاسلیک شول.

د الکوزي د معلوماتو له مخې، د دغو هوکړه‌لیکونو له مخې به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دولتي او خصوصي پوهنتونونو محصلینو، د استادانو د ترفیع او ارتقا او تالیف او ترجمې برخو کې عصري سیستمونه جوړوي.

سرچینه لیکلي، د مخابراتو وزارت سرپرست وویل چې د اوسني عصر د اړتیا له مخې تعلیمي بنسټونه باید پر ټکنالوجۍ سمبال وي.

حقاني ویلي، د مخابراتو وزارت هڅه کوي په هېواد کې د ډیجیټلي حکومتولۍ لپاره اسانتیاوې برابرې او په همدې موخه دغه وزارت د هېواد په کچه د ټکنالوجۍ مخکښ کادرونه پر دندو ګومارلي چې اوسمهال ډېرو ادارو ته د سیستمونو په جوړولو بوخت دي.

سرچینه زیاتوي، د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال هم د سیستمونو جوړولو او د ډیجیټلي حکومتولۍ برخو کې د مخابراتو وزارت له کړنو خوښي څرګنده کړه چې توانېدلی د ډېرو مهمو برخو لپاره سیستمونه جوړ کړي او همدا راز د ډیجیټلي حکومتولۍ لپاره یې موثر ګامونه اخیستي دي.

د یاد وزارت مرستیال ویلي، د مخابراتو له وزارت سره د یادو هوکړه‌لیکونو له لاسلیکولو وروسته به د هېواد په کچه دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د تالیف، ترجمې او د ترفیع او ارتقاء برخو کې یو شمېر اسانتیاوې برابرې شي.

د مخابراتو وزارت ویاند د معلوماتو له مخې، د یاد وزارت د سیستم جوړونې لوی ریاست د هېواد په کچه ټولو دولتي بسټونو ته د سیستمونو جوړولو مسوولیت لري چې تر دې دمه یې د هېواد ګڼو دولتي برخو ته ۲۳ بېلابېل سیستمونه جوړ کړي او دغه راز د ټولو دولتي ادارو د سیستمونو ارزونه یې هم کړې، څو معلومه شي چې په هېواد کې په کوم شمېر او کومو سیستمونو جوړولو ته اړتیا ده.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.