ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«هغو کسانو ته دې ځمکې یا کورونه ورکړل شي چې د قوش‌تیپې کانال اوږدو کې یې ملکیتونه تخریب شوي»

«هغو کسانو ته دې ځمکې یا کورونه ورکړل شي چې د قوش‌تیپې کانال اوږدو کې یې ملکیتونه تخریب شوي»

author avatar
27 May 2024 - 20:30
«هغو کسانو ته دې ځمکې یا کورونه ورکړل شي چې د قوش‌تیپې کانال اوږدو کې یې ملکیتونه تخریب شوي»
author avatar
27 May 2024 - 20:30

شبرغان (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۳): د جوزجان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د قوش‌تېپې کانال د کار له پیلېدو هرکلی کوي، خو ځیني نور چې په دغه مسیر کې يې ملکیتونه تخریب شوي، غوښتنه کوي څو ځمکې یا کورونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې مسوولین وایي، هڅه کوي څو هغو کسانو ته چې جایدادونه یې په دغه مسیر کې تخریب شوي، نومرې یا هم کورونه ورکړي.

د راپورونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره سور او اته‌نیم متره ژوروالی لري چې په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ۵۰۰ زره هکټار ځمکې د خړوبولو ظرفیت لري.

دا کانال چې له امو سینده د لس میلیارد متره مکعب اوبو د انتقال ظرفیت لري، د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیل شوی، له جوزجان څخه د فاریاب ولایت اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.

د قوش‌تېپې کانال د جوړولو چارې په ۱۴۰۱ کال کې پیل شوې، دې وروستیو کې یې لومړی فاز بشپړ او د دویم فاز د کیندلو چارې یې په جوزجان ولایت کې پیل شوې دي.

د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کیندنو له چارو د جوزجان د اوسېدونکو هرکلی

د دې پروژې یوه انجنیر مسعود پژواک ته وویل چې د دې پروژې د دویم فاز د کار په پیلېدو سره یو شمېر ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې او د دې پروژې له پیلېدو د جوزجان اوسېدونکي هرکلی کوي.

هغه وویل: «خلک ډېر خوشحاله دي، زموږ د ماشینرۍ شمېر څه باندې ۱۳۰ ماشینونه دي زموږ کارونه په ښه ډول مخ ته ځي، دې پروژه کې ۱۶۰ کسان پر کار بوخت دي.»

د دې پروژې یوه کارګر صفي‌الله وویل: «ډېر خوشحاله یم چې د کار زمینه راته برابره شوې، خپل وطن کې کار کوم.»

هغه هیله لري چې ډېرو خلکو ته دې د کار زمینه برابره شي او د داسې ملي پروژو چارې دې پیل شي.

دغه کانال کې یو بل کارګر محمد خان وایي: «ډېر زیات خوشحاله یم چې موږ ته د کار زمینه برابره شوې او د دغې پروژې په بشپړېدو سره به زموږ کرکیلې ته کافي اوبه برابرې شي، موږ کولای شو چې له خپلو کښتونو ښه حاصلات ترلاسه کړو.»

خو هغه وایي چې د یادې پروژې پر مسیر د ده په ګډون د ځینو خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه تخریب شوي چې باید مسوولین ورته ځمکې ووېشي.

ورته وخت کې د جوزجان د اقچې ولسوالۍ یو اوسېدونکی جوره‌‌قل وایي: «د دې پروژې له پلې کېدو ډېر خوشحاله یم، خو زموږ ډېرې کرنیزې ځمکې او کورونه تخریب شوي، موږ له اسلامي امارت غواړو چې موږ ته دې کوم ځانګړی ځای راکړي څو بیا ځلي زموږ کورونه تخریب نه شي.»

په دې حال کې د جوزجان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف‌الدین معتصم پژواک ته وویل چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز چارې د بلخ د دولت‌اباد ولسوالۍ څخه پیل شوې او تر اندخوی ولسوالۍ پورې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري.

نوموړی وایي چې د دغه کانال په بشپړېدو سره به جوزجان کې څه باندې درې سوه زره جریب ځمکه خړوبه شي.

نوموړي د هغه کسانو په اړه چې پر دغه مسیر یې ملکیتونه تخریب شوي، وویل: «د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د کورونو او ملکیتونو په اړه چې په دغه مسیر تخریب شوي، له چارواکو سره مې خبرې کړي او غوښتنه مو کړې چې باید هغوی ته کورونه اباد کړي، موږ هڅه کوو څو له هغوی سره مرسته وکړو.»

هغه زیاته کړه، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د دغه کانال په مسیر کې چې له خماب، اقچې او قرقین ولسوالیو څخه تېریږي، ۲۵۰ کورونه تخریب شوي دي.

نوموړي وویل چې د دوی هڅې روانې دي څو د هغو کسانو ته چې کورونه یې تخریب شوي، بدیل ورکړل شي.

Views: 125

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.