ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي ۳۲ افغانان هېواد ته راستانه شول

د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي ۳۲ افغانان هېواد ته راستانه شول

author avatar
28 May 2024 - 11:26
د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي ۳۲ افغانان هېواد ته راستانه شول
author avatar
28 May 2024 - 11:26

جلال‌اباد (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): ننګرهار کې امنیتي مسوولین وايي چې د پاکستان له زندانونو تازه ازاد شوي ۳۲ افغانان پرون د تورخم له لارې بېرته هېواد ته راستانه شول.

تورخم کې د انټرپول پوليسو امر قاري احمد وايي، تېره ورځ ۳۲ افغانان چې تازه د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو، د دغه هېواد پولیسو له لوري دوی ته وسپارل شول.

هغه وايي، دغه شمېر کسان چې ډېر یې ماشومان دي، پاکستان کې په بېلابېلو پلمو زنداني شوي وو.

د نوموړي په خبره، یاد ازاد شوي کسان د ننګرهار، کونړ، خوست او لغمان ولایتونو اوسېدونکي دي چې د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د دغه ولایت د کډوالو چارو رياست له لوري د مرستو له ترلاسه کولو وروسته رخصت شول.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د پاکستان حکومت د دغه هېواد له زندانونو ۲۵ افغان بنديان ازاد کړل او افغان لوري ته یې وسپارل.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.