Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې سرحدي ځواکونو يو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي

ګردېز (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): پکتيا کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مسوولين وايي، تېره ورځ پکتيکا ولايت کې د يادې قول اردو د نهمې سرحدي لوا ځواکونو د يوه کشفي راپور پر اساس يو شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي‌ دي.

پکتیا ولایت کې د ٢٠٣ منصوري قول اردو وياند مجيب انصار پژواک خبري اژانس ته وویل، د يادې قول اردو اړوند د نهمې سرحدې لوا ځواکونو د پکتيکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې په درېیو کورونو کې ځای پر ځای شوي یو شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

سرچینه وایي، یادو وسلو کې ۲۱ میله کلاشینکوفونه، یو میل M4، درې میله روسۍ پیکاګانې، ۹ قبضې راکټونه، یوه پایه زیکویک، یوه پایه هاوان، یو میل 82، ۳۴ فیره د راکټ مرمۍ، ۸ فیره د هاوان مرمۍ، ۸ صندوقه د زیکویک مرمۍ، ۹ قبضې لاسي بمونه، ۵ پایې مخابرې، ۲ قابه دروبینونه او ۲۴ چانټې شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د یادو وسلو په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.