ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ایټالیا بامیان کې د مغارو استوګنو ته کورونه جوړوي

ایټالیا بامیان کې د مغارو استوګنو ته کورونه جوړوي

author avatar
28 May 2024 - 17:54
ایټالیا بامیان کې د مغارو استوګنو ته کورونه جوړوي
author avatar
28 May 2024 - 17:54

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون رییسې د کور او ښار جوړولو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې بامیان کې د مغارو استوګنو لپاره سل کورونه جوړ‌وي.

د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني نن د ایټالیا هېواد د فلورانس پوهنتون له رییسې مریلا لودا سره کتلي او په بامیان ولایت کې یې د خلکو د ښاري ژوند په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې لیدنه کې مېرمن مریلا لودا وویل، غواړي د ایټالیا هېواد په مالي لګښت بامیان کې د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت دوه پروژې پلې کړې.

هغې ویلي، د یادو پروژو پلې کېدو لپاره یې پلانونه جوړ کړي، خو د بیاکتنې او عملي کېدو برخه کې د کور او ښار جوړولو وزارت مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

نوموړې زیاته کړې، په بامیان کې به هغو کسانو ته سل اساسي کورونه جوړ کړي چې په مغارو کې اوسېږي او وايي چې د دغه ولایت د زرګرانو سیمې بیارغونې په موخه یې هم پلان ترتیب کړی چې په عملي کېدو به یې د یادې سیمې وضعیت کې ښه‌والی راشي.

سرچینې زیاته کړې، په دې لیدنه کې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني مېرمن مریلا لودا او د هغې خاوند ته وویل، د زرګرانو سیمې لپاره جوړ شوی د بیارغونې پلان به د کور او ښار جوړولو وزارت د مسلکي ټیم له کتنې او ارزونې وروسته نهایي او بیا به یې د پلې کېدو په اړه غور وشي.

نعماني ویلي: «د سلو کورونو جوړولو او د بازسازۍ پلان د تطبیق لپاره لومړی اړینه ده چې د ځمکې په اړه معلو مات ترلاسه شي، چې غصب شوې نه وي او که په امارتي ځمکه کې وي، نو په خبره یې اړتیا ده چې د انتقال لپاره یې امیرالمؤمنین حفظه الله ته وړاندیز وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست پرون په کابل کې د چین له سفیر سره هم په لیدنه کې له هغه غوښتي چې چیني پانګه‌وال د نوي کابل ښار پروژه کې پانګونې ته وهڅوي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.