زرنج (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): نیمروز کې ځایي سرچینو په دغه ولایت کې په تېرو شپږو میاشتو کې د دوه ټنه نشهیي توکو سوځولو خبر ورکړی وایي چې په دې تړاو ۱۵۰ کسان نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د نیمروز له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر عبدالواسع ریحان وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې امنیتي منسوبینو په دغه ولایت کې ۱۸۸۸ کیلوګرامه بېلابېل نشهیي توکي لکه ښیښه، هیرویین، تریاک، چرس، اېف، تابلېټ کا او ترامادول او دغهراز ۵۱۹۰ لېتره تېزاب کشف او ضبط کړي دي.
نوموړي وویل چې دا اندازه نیول شوي توکي نن د نیمروز د والي او نورو چارواکو په حضور کې وسوځول شول.
بلخوا، د دغه ولایت د مرافعې محکمې رییس الحاج شیخ عبدالخالق محمدي وویل چې په دې تړاو ۱۵۰ کسان نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د امیرالمومنین د فرمان او د ښاري محکمې فیصلې له مخې، یاد ۱۵۰ کسان د دغو نشهیي توکو په تړاو نیول شوي زنداني شوي دي.»
په دغه حال کې، د نشهیي توکو سوځولو په مراسمو کې د نیمروز والي شیخ محمدقاسم خالد وویل: «ځایي اداره له نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې ته مصممه ده.»
نوموړی وایي چې نیول شوي کسان د دغه ولایت د محکمې پر اساس زنداني شوي دي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن