Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نعماني: چیني پانګه‌وال دې د نوي کابل ښار پروژه کې پانګونه وکړي

نعماني: چیني پانګه‌وال دې د نوي کابل ښار پروژه کې پانګونه وکړي

author avatar
28 May 2024 - 10:15
نعماني: چیني پانګه‌وال دې د نوي کابل ښار پروژه کې پانګونه وکړي
author avatar
28 May 2024 - 10:15

کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۳): د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له هغه غوښتي چې چیني پانګه‌وال د نوي کابل ښار پروژه کې پانګونې ته وهڅوي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني پرون په کابل کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ سره وکتل او په یو شمېر موضوعاتو یې خبرې وکړې.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې نعماني د چین سفیر ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ له افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو او همکارۍ له امله مننه وکړه.

هغه په کابل کې د نیله‌باغ پروژه چې د چین هېواد په بلاعوضه مرسته جوړېږي، د وضعیت او د چارو پرمختګ په اړه معلومات وړاندې کړل او د یادې پروژې د بشپړتیا څرنګوالي په اړه یې خبرې وکړې.

د نعماني په خبره، د هغو لس زره واحده کورونو له ډلې چې څوارلس سوه یې د کابل په نیله‌باغ پروژه کې جوړېږي، تمه لري چې پاتې هغه یې د نوي کابل ښار پروژه کې جوړ کړي څو یاده پروژه سرته ورسېږي.

نوموړي ویلي، دا چاره او د افغانستان په نورو برخو کې د چین هېواد مرستې او پانګونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا لامل کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست له چیني لوري غوښتنه وکړه چې د نوي کابل ښار په پروژه کې د پانګونې په موخه دې چینایي پانګوال وهڅوي.

سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ وویل، د نیله‌باغ استوګنیزې پروژې د چارو کیفیت او چټکتیا په موخه یې له اړوند شرکت سره خبرې کړې او تمه لري چې چارې به یې پر خپل وخت سرته ورسېږي.

د نیله‌باغ استوګنیزه پروژه د کابل ښار شپږمې ناحیې اړوند د دارالامان سیمه کې پر ۲۱ هکتاره ځمکه جوړیږي او تړون یې د ۲۰۱۵ کال په نومبر میاشت کې د پخواني حکومت پر مهال لاسلیک شوی خو په افغانستان کې د کرونا وبا خپرېدو له وېرې او د ځینو امنیتي ستونزو له امله د چین دولت له لوري په ۲۰۲۱ کال کې د یادې پروژې چارې وځنډول شوې.

د چین سفیر یاده پروژه ارزښتمنه وبلله او یادونه یې وکړه چې د پاتې چارو عملي کېدا په پار به خپلې هڅې وکړي.

هغه تمه وښوده چې له چیني پانګه‌والو سره د نوي کابل ښار اړوند د معلوماتو له شریکېدو وروسته به چیني پانګه‌وال په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا پیدا کړي.

په کابل کې د چین سفیر ډاډ څرګند کړ چې په افغانستان کې د ځینو پروژو په بشپړېدو به د پانګونې کچه نوره هم لوړه او د دواړو هېوادونو د ښې راتلونکې پیلامه به وګرځي.

یاد وزارت ویلي، د ناستې په پای کې دواړو لورو په راتلونکي کې هم د ورته ناستو او پراختیایي پروژو پر عملي کېدو ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.