Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت د روسي چارواکو وروستیو څرګندونو هرکلی کړی

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدارسیون د رهبرۍ، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې له ا.ا سره یې د اړیکو پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدارسیون د رهبرۍ، د بهرنیو چارو وزیر او نورو چارواکو د هغو څرګندونو هرکلی کوي چې د افغانستان له اسلامي امارت سره یې د اړیکو پراختیا په تړاو د سیاسي عزم څرګندونه کړې ده.»

خبرپاڼه کاږي، د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون ته څرګندوي چې د متقابل درناوي او مشترکو مصالحو پر بنسټ، د دواړو ولسونو د ګټو خوندیتوب په موخه د مثبتو اړیکو لا پراختیا او ټینګښت په تړاو جدي سیاسي عزم لري.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېرو څه کم درېيو کلونو کې څرګنده شوه چې له لسیزو جګړو او بې‌ثباتۍ وروسته چې افغانستان د یوه مسوول حکومت څښتن شوی، د ټولې سیمې هېوادونو لپاره یې ښه فرصت برابر کړی چې د دوو اړخیزو لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د مثبتو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو کار وشي او دې برخه کې له ګڼو هېوادونو سره ښه پرمختګونه هم شوي دي.

 د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روانې غبرګولي میاشتې په ۸ مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د یوه خبرې کنفرانس پر مهال ویلي چې له اسلامي امارت سره د اړیکو جوړول ضروري دي؛ ځکه هغوی اوس افغانستان کې واکمن دي.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د غبرګولي په ۷مه په بېلابېلو څرګندونو کې ویلي چې مسکو غواړي «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه وباسي او «طالبان» هغه څوک دي چې د افغانستان رښتینی ځواک یې په لاس کې دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.