Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کونړ کې د یتیمو نجونو لپاره روزنتون جوړ او پرانیستل شو

اسعدباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د کونړ د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې سلو بې‌سرپرسته او یتیمو نجونو ته د روزنې او پالنې په موخه روزنتون جوړ او پرانیستل شو.

د کونړ د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي مجیب‌الله عمر د یاد روزنتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل، د لومړي ځل لپاره په اسعداباد ښار کې نجونو لپاره روزنتون جوړ شو چې د سلو کوچنیو بې‌سرپرسته او یتیمو ماشومانو پالنه او روزنه به په‌کې کېږي.

هغه وویل: «پخوا موږ په کونړ ولایت کې د اناثو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د روزنې او پالنې لپاره روزنتون نه درلود، له ښه مرغه زموږ په هلو ځلو سره اوس د سلو یتیمو ماشومانو لپاره دغه اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

په همدې حال کې هغه یتیمې او بې‌سرپرسته ماشومانې چې په دغه روزنتون کې ورته د زده‌کړو زمینه برابره شوې خوشاله دي.

اووه کلنه عایشه چې تازه دغه دولتي روزنتون کې شامله شوې، وايي: «زموږ د کورنۍ سرپرست نشته، پلار مې مړ شوی او زما ارمان و چې زده‌کړې وکړم، له ښه مرغه چې اوس راته دغه اسانتیاوې برابرې شوې دي.»

د یادولو ده چې اوسمهال د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې شاوخوا ۱۲ سوه یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان پر زده‌کړو بوخت دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.