کابل (پژواک، ۹غبرګولی ۱۴۰۳): یو داخلي شرکت د بامیان د ګندهکوتل سیمې د ۲۰ زره ټنه جستو د پلور داوطلبۍ چې ۷،۸ میلیون ډالر ارزښت لري، ګټونکی شو.
د یادې اندازې جستو داوطلبۍ مراسم نن (چهارشنبه) د ۳۱ داخلي او بهرنیو شرکتونو په حضور د کانونو او پټرولیم وزارت کې ترسره شول او وکیلي لمیټډ شرکت ګټونکی اعلان شو.
په یادو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهابالدین دلاور وویل چې نن د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل سیمې ۲۰ زره ټنه جست د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
نوموړی وایي، د قرارداد له مخې د هر في ټن جستو ارزښت ۳۹۰ ډالره ټاکل شوی چې د ۲۰ زره ټنه ټولیز ارزښت ۷ میلیونه او ۸۰۰ زره ډالره کېږي.
دلاور وویل، هیله د د قرارداد دغه مرحله د سوداګرو، حکومت او د مظلوم ولس په ګټه شي او زیاته یې کړه، په دې سره به خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال کې، د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وویل چې نن په دې داوطلبۍ کې ۲۹ داخلي او دوو بهرنیو شرکتونو برخه اخیستې وه چې د وکیلي لمیټډ په نوم یو افغاني شرکت ګټونکی شو.
هغه وایي، دا جست مخکې استخراج شوي دي.
د نوموړي په خبره، د کانونو او پټرولیم وزارت په پروژو او ورکړل شوو قراردادونو کې شاوخوا ۱۵۰ زره هېوادوال په کوچنیو او لویو کانونو کې په کارونو بوخت دي.
هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت له واکمنېدو تر اوسه ۱۵۰ د کوچني مقیاس کانونه داخلي شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي چې په کې د نفرایټ، کرومایټ، مرمر، جست او کچ کانونه شامل دي.
افغان وویل چې په همدې موده کې ۳۰ د لوی مقیاس کانونه داخلي او بهرنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي چې په کې د اوسپنې، طلا، مسو، سرب، جست او سمنټو کانونه شامل دي.
بلخوا د وکیلي لمیټډ شرکت رییس احمد وکیلي وویل چې د داوطلبۍ دغه پروسه په رڼه توګه ترسره شوه.
نوموړی وایي، په دې سره به ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دغه راز زیاته یې کړه چې دغه جست به د پروسس لپاره ایران ته یوسي.
د یادونې ده، پرون هم د کانونو او پټرولیم وزارت د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د قشقري ۶۰ زره ټنه خام نفت پر یو داخلي شرکت وپلورل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP