Language

فراه ولایت د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شو

فراه ښار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه حکومتي مسوولین وايي چې د ۲۶ میلیون افغانیو په لګښت دغه ولایت د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شو.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د فراه د مخابراتو او معلوماتو تکنالوجۍ رييس عبدالمجید ابوذر وویل چې د هرات - کندهار له عمومي لارې څخه د ۷۰ کیلومترو په اوږدوالي نوري فایبر لاین د ځمکې لاندې د فراه ښار ته غځول شوی دی.

هغه وايي چې پر دې پروژې ۲۶ میلیون افغانۍ لګول شوې او د اتو میاشتو په ترڅ یې چارې بشپړې شوې دي.

دی زیاتوي: «اوس به هر کور، هر شرکت ته لاینونه وغځېږي، مکالمات او انټرنېټ به یې نسبت نورو شبکو ته ارزانه او باکیفیته وي.»

بل لورته خلک هم د دې شبکې فعالېدو ته خوښ دي.

د فراه ښار یوه اوسېدونکي محمدابراهیم پژواک ته وویل: «د دې شبکې فعالیدلو ته خوشحاله شوم؛ ځکه اورېدلې مې وو که دا شبکه فعاله شي انترنېټ یې قوي او مصرف یې کم دی.»

یو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې دا خدمات د فراه ولایت ټولو سیمو ته ورسوي.

د یادونې ده چې اوسمهال د فراه ولایت یو شمېر سیمې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي.