کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د قطر هېواد د کار له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړيکو سربېره، یاد هېواد ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان کارګرو د لېږلو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري قطر هېواد ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د یاد هېواد د کار له وزیر دوکتور علي بن صمیخ المري سره لیدلي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دغه لیدنه کې د دوه اړخیزو اړيکو سربېره د ګډو ګټو، هغه هېواد کې مېشتو افغان کارګرو د ستونزو او قطر ته په قانوني توګه د ماهرو او نيمه ماهرو افغان کارګرو د لېږلو په تړاو هراړخيزې خبرې وشوې.
د یادونې ده، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د روانې غبرګولي میاشتې په ۷مه د یوه پلاوي په مشرۍ د قطر په رسمي بلنه یاد هېواد ته په سفر تللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP