Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې یو ځوان په ډزو وژل شوی

فراه (پژواک ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د فراه امنیه قومانداني وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په فراه‌رود ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

د فراه امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ ماذیګر مهال د فراه‌رود ولسوالۍ بازار کې د ولي‌جان په نوم یو کس د شخصي دښمنۍ له امله په ‌ډزو وژل شوی دی.

خبرپاڼه کې د فراه‌رود ولسوال له قوله ویل شوي چې د ولسوالۍ پولیسو د یاد قتل په تړاو د میر حمزء په نوم یو کس نیولی دی.

سرچینې لیکلي، نیول شوي کس په لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.