مزارشریف (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ ځایي مسوولین وایي، د روان ۱۴۰۳ کال له پیله راهیسې د دغه ولایت مرکز مزارشریف – حیرتان پر لار ۳۶ ترافیکي پېښې شوې چې له امله یې ۲۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د چارواكو په وينا، په دغو پېښو كې چې د حيرتان او مزارشريف د لارې په اوږدو كې رامنځته شوې، ۱۲ کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
ورته وخت کې يو شمېر موټرچلوونکي پر دې لار د ترافيکي نښو له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې د ترافيکي پېښو اصلي لامل غیرسټنډرډ سړک او دغه سړک ته د ریګ راوتل دي.
د مزارشریف – حیرتان لویې لارې یوه موټرچلوونکي بسمالله پژواک خبري اژانس ته وویل چې هره ورځ پر دغه لاره تګ راتګ کوي او د ډېرو ترافیکي پېښو شاهد دی.
هغه پر دغه مسیر د ترافیکي پېښو لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د ترافیکي نښو نشتون، د پاکستان لاس موټرو ډېروالی او سړک ته د ریګ راوتل بولي.
بسمالله له حکومته غوښتنه کوي چې دغه سړک په معیاري توګه جوړ او د لارې په اوږدو کې ترافیکي نښې نصب کړي څو د پېښو مخنیوی وشي.
جمعهالدین یو بل موټرچلوونکی هم پر دغه لار د ترافیکي پېښو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغه سړک باید پراخ شي.
نجیبالله یو بل موټرچلوونکی یې بیا لوی لامل پر دغه لویه لار د بادونو او توپانونو له امله د ریګ راوتل ګڼي او له حکومته غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته د حل یوه لار وګوري.
بلخوا، د حیرتان د ترافیکو امر عبدالوکیل کریمي له موټرچلوونکو غوښتنه کوي څو پر دغه لار د تګ راتګ پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي.
دغه راز د حیرتان بندري ښارګوټي امنیه قوماندان عزتالله سباوون وايي، د روان ۱۴۰۳ کال له پیل راهیسې د حیرتان – مزارشریف پر لار ۳۶ ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وينا، په دغو پېښو كې چې د حيرتان او مزارشريف د لارې په اوږدو كې رامنځته شوې، ۱۲ کسان مړه او ۱۷ نور ټپيان شوي دي.
سباوون دغه راز وایي چې پر دغه لار هرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۷۰۰ باروړونکي موټر تګ راتګ کوي او زیاتوي چې د سړک د سور کموالي له امله پر دغه لار ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.
د یادونې ده چې د حیرتان – مزارشریف پر لویه لار د نورو موټرونو ترڅنګ سوداګریز او ترانزیټي موټر هم تګ راتګ کوي.
Views: 22
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن