مزارشریف (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د بلخ امنیه قومانداني وایي چې په ۱۴۰۲ کال کې په دغه ولایت کې د ځانوژنې ۳۰ او د انسانتښتونې پنځه پېښې ثبت شوې دي.
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼې کې شوې دي چې نن د بلخ امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته استول شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، په بلخ کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې له مدیریت سره له ۱۴۰۲ څخه تر ۱۴۰۳ کال پورې ۱۰۲۰ بېلابېلې پېښې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په یادو پېښو کې ۳۰ د ځانوژنې پنځه د انسانتښتونې ۱۶۹ د وسلهوالو غلاوو، ۱۵۷ د اخلاقي فساد او یو شمېر نورې قضیې شاملې دي.
سرچینه دغه راز زیاتوي چې د یادو قضیو په تړاو د ۲۵۷ ښځو په ګډون ۱۴۷۲ کسان هم نیول شوي دي.
Views: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن