Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت کوچنیو اصنافو ته ثابته مالیه په بشپړه توګه معاف کړه

اسلامي امارت کوچنیو اصنافو ته ثابته مالیه په بشپړه توګه معاف کړه

author avatar
30 May 2024 - 15:03
اسلامي امارت کوچنیو اصنافو ته ثابته مالیه په بشپړه توګه معاف کړه
author avatar
30 May 2024 - 15:03

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳): د ا.ا د مشرتابه د حکم له مخې، هغه اصناف چې کلنی پلور یې تر دوه میلیون افغانیو پورې وي د ثابتې مالیې له ورکړې معاف او له هغو اصنافو او کسبګرو چې کلنی پلور یې له یادې اندازې ډېر وي، د ۰،۵ سلنې پر ځای ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي.

یادې څرګندونې د اسلامي امارت چارواکو نن په کابل کې د اصنافو (دوکاندارانو او کسبګرو) د ثابتې مالیې د معافیت او تخفیف په اړه په جوړه شوې غونډې کې وکړې.

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې غونډې کې وویل چې د اصنافو استازو به د اسلامي امارت له مسوولینو سره په لیدنو کې د مالیې له لوړوالي شکایت درلود.

دی وايي، د اسلامي امارت مشرتابه اداري کمېسیون ته دنده وسپارله، څو د اصنافو د مالیې کمولو برخه کې طرحه جوړه کړي چې دغه کېمسیون یوه طرحه جوړه او مشرتابه ته یې ولېږله.

هغه زیاته کړه، د اسلامي امارت مشرتابه ولس او اصنافو ته د اسانتیا برابرولو لپاره د مالیې د معافیت او تخفیف په اړه حکم وکړ.

هغه زیاتوي، د دغه حکم پر بنسټ، تر دوه میلیون افغانیو پورې د اصنافو د خرڅلاو مالیه په مطلق ډول معاف ده او له دې پورته اندازې له خرڅلاو د ۰،۵ سلنې پر ځای ۰،۳ سلنه مالیه اخیستل کېږي او دا حکم د روان ۱۴۰۳ لمریز له پیله د تطبیق وړ دی.

هغه دغه راز وویل، هغه کسان چې کوچني کاروبارونه لري ټول د مالیې له ورکړې معاف دي.

حنفي څرګنده کړه چې تېر کال مالیاتي جرایم معاف شول او راتلونکي کې هم مالیاتي جرایم نه اخیستل کېږي.

د حنفي د معلوماتو له مخې، تېر کال د خصوصي تعلیمي او تحصیلي ادارو لپاره انتفاعي مالیه معاف شوه، د صنعت سکټور برخې انتفاعي مالیه له څلور سلنې دوه سلنې او د روغتیايي سکټور انتفاعي مالیه له څلور سلنې درې سلنې ته راښکته شوه.

حنفي د ماليې وزارت د مالیې ټولولو له کارکوونکو وغوښتل چې له ولس سره د مالیې ټولولو برخه کې له اسلامي اصولو سره سم چلند وکړي او د سرغړونې په صورت کې به مجازات شي.

د افغانستان د مالیې وزارت سرپرست ملا محمد‌ناصر اخوند وویل، اسلامي امارت چې څه وایي هغه عملي کوي.

دی وايي، اسلامي امارت له خپل ولس سره د اسانتیاوو ژمنه کړې وه او دا ژمنه یې پوره کړه.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې ۲۰۶ بېلابېل اصناف شته او دغه راز اصنافو ته یې د دغه حکم د تطبیق ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، تېر کال هم د اسلامي امارت مشر د حکم له مخې، د صنعتکارانو مالیه له څلور سلنې دوه سلنې ته ټیټه شوه.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له دغه حکم څخه ملاتړ وکړ او دغه کار یې نېک اقدام وباله.

دی وايي، د اسلامي امارت مشرتابه تل د خصوصي سکټور ملاتړ کړی او په وینا یې، د پرمختګ لپاره یې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت له خصوصي سکټور او اصنافو سره تل همکاري کړې، له اصنافو او خصوصي سکټور څخه یې وغوښتل چې هغوی هم له حکومت سره بشپړه همکاري وکړي.

د اصنافو د خونې رییس حاجي شرین‌آغا سخي وویل چې نن د اصنافو لپاره تاریخي او له خوښۍ ډکه ورځ ده.

نوموړي د اسلامي امارت د دغه اقدام هرکلی وکړ او ویې ویل چې هڅه به وکړي څو حکومت ته پر وخت مالیه ورکړي.

نوموړي هم له حکومت سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ټول افغانستان کې ۱،۵ میلیون کسبګر شته دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.