ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله دویمه تمریني لوبه نن له سکاټلنډ سره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله دویمه تمریني لوبه نن له سکاټلنډ سره کوي

author avatar
31 May 2024 - 15:55
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله خپله دویمه تمریني لوبه نن له سکاټلنډ سره کوي
author avatar
31 May 2024 - 15:55

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی  ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډله به نن په دویمه او وروستۍ تمریني لوبه کې د سکاټلنډ له لوبډلې سره لوبه وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي: «افغان اتلان نن ماښام د هسپانیا په پورټ اف کې خپله دويمه تمریناتي لوبه له سکاټلینډ سره کوي.»

د راپورونو له مخې، له عمان سره د افغانستان لومړۍ تمریني لوبه د تېرې چهارشنبې په ورځ په ټرینیډاډ او ټوباګو کې د باران له امله بې نتیجې پای ته ورسېده.

دا لوبې د کرکټ نړۍوال جام ته د چمتووالي لپاره د تمریني سیالیو لړۍ ده.

د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام نهم پړاو د یکشنبې په ورځ (د جون ۲مه) د امریکا او ویسټ‌انډیز په کوربه‌توب پیلېږي.

افغانستان به په دغه جام کې خپله لومړۍ سیالي د جون په څلورمه له یوګانډا سره وکړي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.