Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند: چابهار بندر تر ډېره افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره کاروو

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د هند بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کول د دغه هېواد همېشنۍ پالیسي ده او چابهار بندر هم تر ډېره د همدې موخې لپاره کاروي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال رسنیو ته ویلي: «دا زموږ همېشنۍ پالیسي ده چې د افغانستان له خلکو سره، په ځانګړې توګه بشري مرستو لکه خوراکي توکو، درملو او نورو مرسته وکړو، موږ چابهار د دغه ځانګړي هدف لپاره کاروو.»

هغه د چابهار بندر په اړه د یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، دغه بندر نه یوازې د بشري مرستو رسولو، بلکې د سیمې هېوادونو نښلولو لپاره هم مهمه پروژه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هند له ایران سره د چابهار بندر د استفادې، مدیریت او پراختیا لس کلن تړون لاسلیک کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.