Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سلوانیا هم د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت وپېژاند

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د سلوانیا حکومت نن د هغې پرېکړې د تصویب اعلان کړی چې له مخې یې د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندل کېږي.

د راپورونو له مخې، د سلوانیا  لومړي وزیر رابرټ ګلوب نن په یوه ناسته کې ویلي، دا «د سولې پيغام دی»، د دوی حکومت فلسطین د خپلواک او ملي حاکمیت لرونکي دولت په توګه په رسمیت پېژني.

سلوانیا چې د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی، باید د دې ټولنې له خوا هم د خپل حکومت د پرېکړې تصویب واخلي.

د اسرائیل بهرنیو چارو وزیر د سلوانیا د حکومت یاده پرېکړه غندلې ده.

له دې مخکې هسپانیا، ایرلنډ او ناروې هم د فلسطین د خپلواک دولت د رسمیت پېژندلو پرېکړې اعلان کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.