ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«امریکا په ۲۰۲۴ کال کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوال شاخص کې لس امتیازه ټیټ شوی»

«امریکا په ۲۰۲۴ کال کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوال شاخص کې لس امتیازه ټیټ شوی»

author avatar
31 May 2024 - 13:59
«امریکا په ۲۰۲۴ کال کې د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍوال شاخص کې لس امتیازه ټیټ شوی»
author avatar
31 May 2024 - 13:59

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، سره له دې چې د امریکا په متحده ایالتونو کې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه نه کېږي خو د خبریالانو پر وړاندې د ځینو ستونزو له امله دغه هېواد په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د مطبوعاتو ازادي نړۍوال شاخص کې د لس امتیازه کمېدو شاهد دی.

د امریکا غږ ټلوېزیون د یوه راپور په خپرولو ویلي، سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د مطبوعاتو ازادۍ د نقض راپورونه کم شوي خو: «ځورول، نیول کېدل، اقتصادي ستونزې او د باور کمېدل د هغو  ستونزو له ډلې دي چې د امریکا متحده ایالتونو کې خبریالان ورسره مخ دي.»

سرچینې زیاته کړې: «سره له دې چې ویل کېږي د امریکا په متحده ایالتونو کې د رسنیو په چارو کې لاسوهنه نه کېږي خو دغه هېواد په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې د مطبوعاتو ازادي نړۍوال شاخص کې د لسو امتیازونو کمېدو شاهد و.»

په دغه راپور کې د یاد هېواد د مطبوعاتو د ملي کلپ رییس ایملي ویلکنز له قوله راغلي: «زه له خپلو مشرانو غواړم چې په زړورتیا خبرې وکړي، حقیقت ووايي او د رسنیو او په ډیموکراسۍ کې د رسنیو د رول په اړه حقایق بیان کړي، پر دې پوه شئ هر ځلې چې خبریالان او رسنۍ له بې‌اعتنایۍ سره مخ کېږي، دا د ډیموکراسۍ پر وړاندې یوه ضربه ده او دا هغه اقدام دی چې زموږ هېواد لا ضعیفوي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.