Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د ترافیکي پېښې له امله ۲۴ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د کندهار امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپيان دي.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشېد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د میوند ولسوالۍ په مربو‌طاتو کې د کندهار - هرات پر لویه لار یوه زرنج او ټېلر موټر ټکر کړی دی.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د یوې ماشومې په ګډون درې کسان مړه شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړه: «په زرنج کې ماشومان ډېر وو؛ ځکه ټپیان اکثره ماشومان دي او د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي.»

د یادې پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي خو ډېری مهال دغه شان پېښې د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او یا هم د سړکونو خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په بلخ ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.